د الجزیرې د راپور په حواله پر اسراییلو د حماس د پرونیو راکېټي بریدونو په پایله کې ۳۰۰ اسرایلیان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۱۵۹۰نور اسراییلي وګړي ټپیان شوي دي.
همدارنګه د اسراییلو په بریدونو کې بیا ۲۳۲فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۹۷نور ټپیان شو ي دي.
د حماس ډلې پر اسراییلو دغه بریدونه د الاقصی طوفان عملیات بللي دي.
د حماس ډلې د جنګیالو د ځمکنیو بریدونو په پایله کې د اسراییلو ډېر نظامي وسایل او ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.
په تصویرونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ډېری اسرایلیان د حماس ډلې له خوا نیول شوي هم دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27561